د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سلا مشورې لپاره پاکستان ته تللی

ځینو رسنیو پرون داسې راپورونه خپاره کړل چې له مخې یې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له خپلو مشرانو سره په استانبول کې د افغان سولې جوړېدونکې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په اړه د سلا مشورې په موخه کوټې ته تللی دی.
سره له دې چې د یاد دفتر ویاند ډاکټر نعیم پاکستان ته د دې ډلې د پلاوي تګ ردوي، خو په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی پرون کوټې ته ورغلی دی.

پر اوربند د ولسمشر او عبدالله ټینګار

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، لیکل شوي چې په یاده ناسته کې د ولسمشر مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه‌ييزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.