بلخ کې نابینایان دوی ته د اسانتیاو نشتون له امله شکایت کوي
د اکټوبر پنځلسمه د ړندو (نابینایانو) له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دغې ورځې په رارسېدو سره هېواد کې یوشمېر نابینایان دوی ته د اسانتیاوو نهشتون له امله شکایت کوي.
بلخ کې یوشمېر نابینایان شکایت کوي چې ښوونځي یې تړل شوي، په برېل خط لیکل شوي کتابونه، کاري او نورې اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي.