نورستان کې یوه کس خپل پلار په مرموز ډول وژلی په نورستان کې یوه شل کلن ځوان د خپلو ملګرو په مرسته خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی. د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایی چې دغه پېښه پرون د دې ولایت په اړوند وانټ وایګل ولسوالي کې رامنځ ته شوې ده.
نامنظمه کډوالي؛ د هغه کس کيسه چې ایران ته پر لاره یې له تندې ۲ ملګري مړه شول محمد ایوب جان چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی تېر کال ایران ته د مزدورۍ لپاره په قاچاقي لارو تللی و او اوس خوشاله دی چې بېرته ژوندی راستون شوی دی.