کابل ښاروالي د خپلو عوایدو لوړولو په موخه لاس پلورونکي د پیسو ورکړې ته اړ کړي
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې لاس پلورونکو ته د غرفو اېښودلو پر طرحې کار پیل کړ. د دې طرحې پر بنسټ، لاس پلورونکي اړ دي چې هره میاشت له ۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې فیس ورکړي.