پروين: که سوله راشي د غور ټولو لرې پرتو سيمو ته ورځم او د خلکو درملنه کوم
پروین چې په غور ولايت قابله ده او د خلکو درمنله کوي د مارچ د اتمې د ښځو د پیوستون ورځې په مناسبت وايي، که سوله راشي حاضره ده چې د دغه ولایت لرې پرتو سیمو ته لاړه شي او د جګړو ځپلو خلکو درملنه وکړي.
د پروين په وینا، د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ څو کلنو جګړو د ښځو او ماشومانو پر ژوند منفي او بدې اغېزې کړي چې ډېری یې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.