د پاکستان ۱۸۰۰ ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته راورسېدل
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوې ده.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوې ده.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او درملو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د دغې هندي رسنۍ د رپوټ پربنسټ، پاکستان وړاندې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، په هېواد کې د وچکالۍ مهارولو لپاره له شپږ میلیارډه ډېرې افغانۍ پهکار دي، خو دغه اداره ورته یوازې یو میلیارډ بودیجه لري.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون