جوزجان؛ طالبان له ښوونکيو او زدهکوونکيو په زور پیسې اخلي
د جوزجان ولایت د اقچې او مردیان ولسوالیو اوسېدونکي سلاموطندار سره خبرو کې شکایت کوي چې طالبانو د خپلې نفوذي ساحې په پراخولو سره د دغو ولسوالیو له خلکو جبري اخاذي کوي. د سیمې خلک وايي، وسلهوال طالبان له خلکو په زور نغدې پیسې اخلي او دغه کار لامل شوی چې د سیمې بېوزله خلکو ژوند نور هم تریخ شي.