له کندهار څخه بهر ته ۱۵زره ټُنه انکور صادر شوي د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته تر دې مهاله ۱۵زره ټُنه انګور صادر شوي دي.
د غالیو د صادراتو ټولنه: د غالیو په تولید او صادراتو کې زیاتوالی راغلی د غالیو د صادراتو ټولنې مشر نوراحمد نوري سلاموطندار ته وايي، سره له دې چې د غالیو د تولید او صادراتو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي، خو په تولید او صادراتو کې یې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړه چې د هوا له لارې لس سلنه صادرات لري او له ۹۰ سلنې ډېر بیا د پاکستان له لارې ترسره کېږي.