د طالبانو حکومت باید شیعه مذهب په رسمیت وپېژني
د افغانستان د شیعه علماوو شورا نن د هېواد د روان وضعیت په اړه په کابل کې خپله درېیمه غونډه جوړه کړه. د دې غونډې ګډونوالو له طالبانو مشخصې غوښتنې وکړې. دوی وغوښتل چې په هېواد کې د ټولو قومونو په ګډون ټولشموله حکومت جوړ کړي.