د ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري د ا.ا پلاوی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې د ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري د ا.ا یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د چنګاښ پنځمه، د سه‌شنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې متقي دا خبره د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د چمتووالي په غونده کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د ا.ا مشرتابه دا پرېکړه کړې ده.

سرپرست حکومت: د دوحې په درېیمه غونډه کې د ا.ا ګډون ته شرایط برابر شوي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي د دوحې د درېیمې غونډې جوړېدو ته په اشارې لیکلي، ا.ا چې څرنګه له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره پرمختګ کړی، له لوېدیځو هېوادونو سره د جوړوونکي تعامل پلوی دی.

یعقوب م.جاهد: د افغانستان پر سرپرست حکومت سیاسي فشارونه بې‌پایلې دي

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد.یعقوب م.جاهد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې «د اسلامي نظام او ملي یووالي د ټینګښت» په نوم یوه غونډه کې د وینا پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، که افغانان سره یوموټی شي، نړۍ به سرپرست حکومت او افغانان په رسمیت وپېژني.