یونېسف: پکتیکا او خوست کې د شوې زلزلې له امله ۱۵۵ ماشومان مړه شوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله ۱۵۵ ماشومان مړه او نږدې ۲۵۰ نور تپیان شوي دي.