افغان سره میاشت: پر زړه سوري د اخته ماشومانو د درملنې مرکز او بودیجه نه لرو
د افغان سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، په افغانستان کې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې د زړه سوري پر ناروغي اخته دي، ځانګړی مرکز او د اړتیا وړ بودیجه نه لري.
د عامې روغتیا وزارت: هره اوونۍ ۳۰کسان د تنفسي ناروغي له امله مړه کېږي
د عامې روغتیا وزارت وايي چې له څه مودې راهیسې په ټول هېواد کې هره اوونۍ نږدې ۳۰ کسان د تنفسي ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د جلالاباد د اهنګرانو کوڅه کې په دودیز ډول د کرنې وسایل جوړېږي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د اهنګرانو کوڅه چې څه د پاسه پنځه لسیزې کېږي، اهنګران په کې بېلابېل کرنیز او د بڼوالۍ اړوند وسايل جوړوي. که څه هم ټکنالوژي پرمختللې او اوس ډېرې چارې د ماشین پر مټ ترسره کېږي، خو دلته لا هم په دودیز ډول اوسپنیز توکي جوړيږي.