د واک غوښتونکي او یرغمل‌نیوونکي بانډ سره د سلام‌وطندار جدي مبارزه

له بده مرغه، په دې وروستیو کې د دغې موسسې څلورو عادي او قراردادي کارکوونکو د ټولو قانوني او رسنیزو معیارونو خلاف او له موسسې بهر د یو څو شرغوښتونکو کسانو په هڅونې د یوې توطیې په طرحه کولو، د موسسې په دننه کې د نامسووله او نااړوندو کسانو په ښکېلولو، د وېرې او وحشت په جوړولو او د ځینو کسانو د ذهنونو په ګډوډولو سره غوښتل چې د موسسې ریاست او مشري ترلاسه کړي. دغو شرغوښتونکو کسانو له موسسې څخه بهر له مغرضو او دسیسه‌جوړوونکو کسانو سره په معاملې، په فېسبوک کې د بې‌بنسټه او دروغجنو تورونو په خپرولو سره د موسسې مشرتابه ته د سپکاوي او د دفتر د وسایلو یرغمل نیولو ته مخه کړه.