Asset 1SWN

د واک غوښتونکي او یرغمل‌نیوونکي بانډ سره د سلام‌وطندار جدي مبارزه

د سلام‌وطندار راډیويي شبکه د افغانستان له اقتصاد وزارت څخه د «۳۴۶۳» شمېرې جواز او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د «۰۲۱۳» شمېرې جواز په لرلو سره د یوې موسسې په چوکاټ کې د رڼې، پر وخت او بې‌طرفه اطلاع رسونې په موخه د یوې سراسري، غیرسیاسي، بې‌پرې او د ولسي ارزښتونو د مدافع رسنۍ په توګه په ملي کچه او هم د «۱۰۲» محلي رسنیو له لارې فعالیت کوي. د موسسې تشکیلاتي او اجرايي چارې د افغانستان د نافذه قوانینو او د موسسې د مشرتابه پلاوي او عمومي مجمع له‌خوا د موسسې د بنسټلیک او پالیسۍ پر اساس رهبري کېږي؛ نو د شریعت او قانون له نظره هېڅ دولتي او خصوصي بنسټ د دې موسسې په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له بده مرغه، په دې وروستیو کې د دغې موسسې څلورو عادي او قراردادي کارکوونکو د ټولو قانوني او رسنیزو معیارونو خلاف او له موسسې بهر د یو څو شرغوښتونکو کسانو په هڅونې د یوې توطیې په طرحه کولو، د موسسې په دننه کې د نامسووله او نااړوندو کسانو په ښکېلولو، د وېرې او وحشت په جوړولو او د ځینو کسانو د ذهنونو په ګډوډولو سره غوښتل چې د موسسې ریاست او مشري ترلاسه کړي. دغو شرغوښتونکو کسانو له موسسې څخه بهر له مغرضو او دسیسه‌جوړوونکو کسانو سره په معاملې، په فېسبوک کې د بې‌بنسټه او دروغجنو تورونو او د موسسې پر وړاندې د دروغجنو اطلاعاتو په خپرولو د موسسې مشرتابه ته د سپکاوي او د دفتر د وسایلو یرغمل نیولو ته مخه کړه.

څرنګه چې د استخباراتو له آدرس څخه د مالک ساپي په نوم یو کس د ۱۴۰۰ کال د تلې میاشتې په پنځمه نېټه دفتر ته راغی او نامشروع غوښتنه یې وکړه، د موسسې په تشکیلاتو کې یې بدلون وغوښت او له دفتر څخه یې د یوه اېستل شوي کس پر بیا ټاکل کېدو ټینګار کاوه. دا موضوع بیا نه یوازې رسنیزه شوه، بلکې له اړوندو ادارو سره هم شریکه شوه. دغه راز، د مشعل افغان په نوم یو بل کس هم د استخباراتو له آدرسه د ۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې په ۳۰مه نېټه موسسې ته راغی او غوښتل یې چې د همدغو توطیه جوړوونکو له ډلې یو د موسسې رییس وټاکي. دا موضوع هم د متحدالمال په توګه له ټولو قانوني ادارو سره شریکه شوه او بیا د اړوندو مراجعو له لارې په قانوني او شرعي اقداماتو سره د یادو کسانو د شخصي اغراضو او بې‌ځایه، خپلسرو او ناقانونه لاسوهنو مخه ونیول شوه.

له نېکه‌مرغه د موسسې مشرتابه له دې موضوع سره د قانون او شرعې له مخې، د رسنیزو اخلاقو په رڼا کې او د اړوندو ادارو او عدلي او قضايي مراجعو له لارې چلن کړی او د دغې ولسي رسنۍ په چارو کې یې د یادو دسیسه غوښتونکو د غیرشرعي لاسوهنې مخه نیولې او کلک هوډ لري چې د رسمي مراجعو له لارې د یادو فرصت‌طلبو کسانو د ناوړه ګټې اخیستنې او لاسوهنې مخه ونیسي، د هغوی له لوري د ناسمو خبرونو خپرول وڅاري او مغرضان او د موسسې په چارو کې نور لاسوهونکي به قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د «سلام‌وطندار» موسسه یو ځل بیا خپله هغه ژمنه تکراروي چې د دا ډول توطیې جوړوونکو د اداري فساد په ګډون، د فساد له هر مورد سره مبارزه کوي، هېڅکله به د هېڅ ډول توطیې او دسیسې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او نه به هم ورسره تامل او جوړجاړی وکړي.

د «سلام‌وطندار» راډیويي شبکه د افغانستان د یوې باوري او سراسري رسنۍ په توګه د تېر په څېر کره، پر وخت او بې‌پرې اطلاع‌رسونې ته ژمنه ده او د خلکو د غږ اوچتولو، بې‌عدالتیو، فساد او پر وخت د ورځنیو پېښو د پوښښ په برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام