پروان کې پر يوه کور د وسلهوالو غلو بريد کې يو کس وژل شوی او يو ټپي دی
د پروان ولايت محلي مسوولان وايي، جبلالسراج ولسوالۍ کې پر يوه کور وسلهوالو غلو بريد کړی چې له کبله يې يوه مېرمن وژل شوې او يو سړی ټپي دی.
د جبلالسراج ولسوال سیفالله بېدار د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وویل، دغه پېښه تېره شپه ۹ بجې د يادې ولسوالۍ «خواجهخېل» سيمه کې شوې ده.