طالبان د جوزجان-بلخ لویې لارې له موټرچلوونکو باج اخلي
د جوزجان-بلخ لویې لارې یوشمېر موټرچلوونکي وايي، طالبان په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخلي او که ور یې نه کړي، موټرو ته یې اور اچوي.
د دوی په وینا، طالبان د جوزجان-بلخ لویې لارې د جوزجان د خانقاه ولسوالي په «شاه میرزای» او د بلخ چهار بولک ولسوالي په «تیمورک» سیمو کې ترې باج اخلي.