«د امريکا نوي حکومت د دريځ تر معلومېدو، طالبان خبرو کې برخه نه اخلي»

د قطر په دوحه کې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ د سولې د دويم پړاو خبرې پيل شوې؛ خو په دومره موده کې خلک يوازې له څو بې پايلو ناستو  پرته بل د پام وړ پرمختګ ونه ليده.

که څه هم دغه خبرې بايد پر اوربند پيل شوې وای، خو د جګړې اور د سولې خبرو اترو په لړ کې تر بل هر وخته شدت وموند او هدفي وژنې او چسپکي ماين چاودنې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.