د بشر حقونو کميسیون: د بکارت ۹۲ سلنه ازمايښتونه د ښځې له رضايت او د محکمې له حکم پرته شوي

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د يوه څېړنيز راپور په خپرولو سره د «نسايي اجباري معايناتو»  
په اړه ويلي دي چې له ۱۲۹ مېرمنو چې دوی ترې پوښتنې کړي يوازې يوې يې ويلي چې د دې د بکارت معاينات د صلاحيت لرونکې محکمې د حکم پر بنسټ شوي دي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې ۹۲.۳ سلنه معاينات د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته تر سره شوي دي. ۹ نورو مېرمنو بيا ويلي چي د خپل رضايت له مخې په داوطلبانه توګه دغو معايناتو ته حاضرې شوې دي. دوی ويلي چې په داوطلبانه توګه د عدلي طب د منلو دليل يې له هغه تورونو خلاصون و چې په دوی باندې په ناروا توګه لګول شوي وو.