«ښایي د دولت او طالبانو مرکهچيانو ترمنځ بهرنیان د تسهیلکوونکيو په توګه کار وکړي»
سره له دې چې وړاندې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاويو ویلي وو، بینالافغاني خبرو کې به بهرنیان ونډه نه لري او افغان لوري به په خپله یوې پرېکړې ته رسېږي. خو اوس قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، امریکا او ځینو نورو هېوادونو داسې یو میکانیزم چمتو کړی چې که هوکړه پرې وشي، نو ځینې بهرنیان به بینالافغاني خبرو کې د دواړو مرکچي ډلو ترمنځ د تسهیل کوونکيو په نامه کار کوي.