د کندوز د بندخونې مدیر د بډو اخیستو په تور له نیول کېدو مخکې تښتېدلی
یوې باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو پرون په کندوز کې غوښتل د دغه ولایت د بندخونې مدیر ونیسي، خو په وینا یې، هغه له نیول کېدو مخکې تښتېدلی دی.