د بغلان د برښنا دویم بند دوه توربینونه له کاره لوېدلي

نږدې درې میاشتې کېږي چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د نساجي برښنا بند د دستګاه د اوبو زېرمه کولو کاسې په خرابېدو سره د دغه ولایت د برښنا د تولید دویم بند دوه توربینونه له کاره لوېدلې دي.
د بغلان د برښنا رییس عبدالاول پناه وايي، د دغو توربینونو په خرابېدو سره د دغه ولایت د برښنا دویمې دستګاه په تولید کې ۶ مېګاواټه کموالی راغلی دی.