«کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي»

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.

صالح وايي، له دې وروسته به بې‌اسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.

د صالح څرګندونو پر وړاندې د وکیلانو غبرګون؛ ولسي جرګې نوماند وزیران بېرته رخصت کړل

ولسي جرګې د لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون وښود چې د ملي شورا یوشمېر غړي یې په فساد کې ښکېل بللي وو او په وینا یې، تر اوسه د ملي شورا هېڅ غړي په فساد کې د لاس لرلو بیه نه ده پرې کړې.