ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د اوربند څارنه او د سولې ضمانت وکړي
نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې ګډه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو او د ایران، پاکستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و. ولسمشر محمداشرف غني یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د ترهګرۍ نوې څپه اوج ته رسېدلې او له کبله یې هره ورځ ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل کېږي.