تخار کې طالبانو ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې

د تخار د پوهنې ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده. د دوی په وینا، د طالب ډلې وسله‌والو د تخار په «قلبرس» او «چایله» سیمو کې نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه نه ورکوي. د تخار د پوهنې ریاست د مسوولانو په خبره، که څه هم یادې ډلې نن سهار د سیمې د خلکو په منځګړتوب د تالقان ښار په «قلبرس» سیمه کې اجازه ورکړې چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي، خو دا ستونزه د بهارک ولسوالي په «چایله» سیمه کې لا پر خپل ځای ده.