کابل کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو
کابل کې یوه خصوصي پوهنتون د هېواد د کورنیو تولیداتو د ترویج او پراختیا په موخه نن یو نندارتون پرانیست چې دوه ورځې به دوام وکړي.
کابل کې یوه خصوصي پوهنتون د هېواد د کورنیو تولیداتو د ترویج او پراختیا په موخه نن یو نندارتون پرانیست چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی به د طالبانو له استازیو سره نن د قطر په دوحه کې لیدنه وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی له طالبانو سره لیدنه کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په هلمند او غور ولایتونو کې د جګړو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ملکیان وژل شوي دي. دغه کمېسیون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې ډېره بیه ملکلیان پرې کوې او هر څه ژر دې روان تاوتریخوالی ودرول شي، تلپاتې اوربند او د سولې ټينګښت لپاره دې زمینه برابره شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون