سوېلي کوریا کې ملي ماتم؛ د جشن پر مهال ۱۵۱ کسان وژل شوي
د سوېلي کوریا ولسمشر یونسوک یوول وروسته له هغې دغه هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ چې د یاد هېواد په پلازمېنه سېول کې د هالووین جشن پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۵۱ کسان ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول.