بانکي ستونزې؛ کندوز کې صرافان: کاروبار مو ښه شوی د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې که څه هم سرپرست حکومت د هېواد د بانکي سېسټم ښهوالي په موخه هڅې کړي، خو لا هم بانکونه له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.
د سوداګرو د پیسو پر لېږد او اخیستلو برخه کې محدودیتونه پر خپل ځای پاتي یوشمېر سوداګر د بانکي محدودیتونو له دوام څخه شکایت کوي او وايي چې د بانکي محدودیتونو له امله هېواد څخه بهر د پیسو لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.