ایران کې د اوکرایني الوتکې د لوېدو کلیزه؛ افغانستان او څلور نور هېوادونه له ایرانه ځواب غواړي

افغانستان، کاناډا، انګلستان، اوکراین او سویډن په ایران کې د اوکرایني الوتکې د لوېدو په لومړۍ کلیزه کې د ایران له دولت نه غوښتي چې یادې پېښې په اړه بشپړ او هراړخیر راپور وړاندې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د پنځو هېوادونو قربانیانو ته د ځواب ویلو او همغږۍ ډلې خبرپاڼه خپره کړې ده.