د طالبانو کابینې ته غبرګونونه؛ امریکا يې انحصاري بولي

پرون د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خبري ناسته کې د طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ورسره په کور دننه او له هېواده بهر یې د ګڼ‌شمېر سیاستوالو، د چارو شنونکو، د طالبانو ضد اړخونو او ځینو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي. له هېواد بهر یو‌شمېر سیاسي شنونکو ویلي، د طالبانو کابینه د دې واقعیت ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت پرته له خپلو کسانو د بل چا زغم نه ‌لري.