بلخ کې د نوي کال مراسم په امن کې تېر شول
بلخ کې سږ کال د جنډې پورته کولو مراسم د زرګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون سره په امن کې تېر شول. که څه هم هر کال به په دغو مراسمو کې د حکومت مرکزي ادارې لوړپوړو چارواکو ګډون کاوه، خو سږ کال د ناڅرګندو لاملونو له کبله نه وو ورغلي.