الماني ځواکونه به ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې وي

د المان پارلمان د دغه هېواد د دولت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې الماني ځواکونه ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي. دغه پارلمان پرون د یوې نوې طرحې په تایید سره خپل پوځ ته اجازه ورکړه چې د ناټو د یوې برخې په توګه خپل ۱۳۰۰ سرتېري د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري میاشتې له ۳۱مې پورې په افغانستان کې وساتي.