۲۰۲۰ په افغانستان او نړۍ کې؛ کورونا او د هدفي ترورونو ډېروالی

د ۲۰۱۹ کال په پای کې د معمول په څېر یوشمېر خبري او تفریحي وېب‌سایټونو د هغو پېښو وړاندوینه کړې وه چې ښايي په ۲۰۲۰کې وشي. نږدې دغه ټول وېب‌سایټونه مې وکتل، هر هغه څه چې په دغه کال یې وړاندوینه شوې وه، له کورونا پرته ټول سم وو.

کورونا په ۲۰۲۰ کال کې ټوله نړۍ وځپله. کلونه وروسته نور نسلونه چې د تاریخ په اړه خبرې کوي، له شک پرته به ۲۰۲۰ د کورونا په نوم یادوي. په دغه کال کې ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز پروګرامونه د کورونا تر سیوري لاندې راغلل.