نظامي کارپوهان: د ارګ تازه پرېکړه، ناسم، تبليغاتي عمل او امنیتي بنسټونه کمزوري کوي

په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو له زیاتېدو وروسته د خلکو په پراخو شکایتونو پسې، ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت ټینګولو دنده څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې. صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امنیتي بنسټونو پياوړي کول یې د کارونو په لومړیتوب کې دي او د خپلې دندې پر مهال به پر جنایت کارانو هېڅ ډول رحم ونه کړي.

د روڼتیا څار بنسټ ارګ فساد سره مبارزه کې په سیاسي ګټې اخيستو تورن کړ

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ هېواد کې فساد سره د مبارزې وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د ياد بنسټ اجرايي رييس اکرام افضلي نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، حکومت فساد سره مبارزه کې ناکامه دی او کړنې یې یوازې د شعار په حد کې پاتې شوې دي.