په هند کې د افغانستان سفارت اته کارکوونکي ګوښه شوي

د بهرنیوچارو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي چې په نوي ډهلي کې یې د افغانستان د سفارت اته کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.دغه مکتوب د بهرنیوچارو وزارت د سیاسي مرستیال میرویس ناب له لوري لاسلیک شوی او دوه ورځې وړاندې د غبرګولي په لومړۍ نېټه خپور شوی دی.