غني طالبانو ته: د سولې په اړه له شته فرصته ګټه واخلئ

ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې د افغان سولې بهیر په اړه د روان فرصت هرکلی وکړي او سولې ته دې غاړه کېږدي. ولسمشر غني نن د کوچني اختر له لمانځه وروسته وویل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د سولې ټینګښت لپاره ستر فرصت رامنځته شوی او له طالبان باید له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او سوله وکړي. ولسمشر غني وویل، د طالبانو لپاره د ولس او جمهوریت غېږه خلاصه ده او دا ډله دې هم د ټولنې بېلابېلو پوړونو ته درناوی وکړي.

خلیلزاد: افغانان سیاسي هوکړې او تلپاتې سولې ته اړتیا لري

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی دی. خلیلزاد بېګاه شپه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی ډېر وو او افغانانو یې بیه پرې کړې ده.نوموړي ټينګار کړی چې افغانان یوې سیاسي او تلپاتي اوربند ته اړتیا لري.
هغه ویلي: « مونږ د بین الافغاني خبرو، سیاسي هوکړې او د بې معنا جګړې د پای ته رسولو ژر تر ژره غوښتونکي یو، دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې هیله لري.»