Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د مخابراتو شبکو ۱۵ نوي سايټونه پرانېستل شوي

مخابرات

 د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وایي چې د ا.ا له راتګ سره سم د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او لرو‌پرتو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنېټې خدمات پراخه شوې دي.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ریيس مولوي مطیع‌الله عابد د محمداغې ولسوالي «ابازک» سیمه کې د افغان بېسم مخابراتي سایټ پرانېست غونډې ته وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ولسي وګړو په غوښتنه په مرکز پل‌علم او لروپرتو ولسوالیو کې د بیلابیلو شبکو ۱۵ نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د ټولو خصوصي مخابراتي او انټرنېټې کمپنیو له لوري په مرکز پل علم کې فورجي انټرنېټې خدمات هم پيل کړي دي.

لوګر مخابراتو رییس زیاته کړه، هڅه کوي چې د لوګر ولایت لرو پرتو ولسوالیو څرخ، خروار او ازره کې هم د خلکو اړتیا له مخې ټیلفوني او انټرنېټې خدمات رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څارنې ریيس مولوي طارق فاروقي یوې غونډې ته ویلي چې په تېرو درېوو کلونو کې مخابراتو وزارت د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د مخابراتي فعالیتونو لپاره زر نوي سايټونه پرانېستلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام