Asset 1SWN

ستره محکمه: شرعي قبالې به په «کاغذي او برښنايي» بڼه ووېشل شي

FrufyqeXwAAyiqF

د سترې محکمې مسوولانو نن (سه‌شنبه د ۱۴۰۲ کال د وري لومړۍ) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې هېواد کې یې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د سترې محکمې د مسوولانو په وینا، د نویو شرعي قبالو په تړاو یې په (۲۹) مادو کې یو طرزالعمل جوړ کړی چې د ا.ا د کابینې له لوري هم تصویب شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد طرزالعمل له مخې به له دې وروسته په مرکز او ولایتونو کې خلکو ته نوې شرعي قبالې وېشل کېږي.

د سترې محکمې مسوولانو ټينګار وکړ چې دغه طرزالعمل یې د شرعي قبالو د وېش بهیر ګړندی کولو، د جعلي قبالو مخنیوي او د ملکیتونو د ثبت په موخه جوړ کړی دی.

په ورته مهال نوې شرعي قبالې په لوړ کیفیت چمتو شوي او له دې وروسته به په «کاغذي او برښنايي» بڼې خلکو ته وېشل کېږي.

ستره محکمه داسې مهال هېواد کې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر له پیل څخه خبر ورکوي چې له دې وړاندې د ملکیتونو د ثبت نامظم سېسټم او ادارو کې فساد لامل شوی و چې یو ملکیت څو قبالې او څو ځله وپلورل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سربېره د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې ګڼ‌شمېر ملکیتونه سند نه‌لري او یا حرفوي قبالې لري چې وخت ناوخت یې له امله د خلکو ترمنځ دعوې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام