سترې محکمې له اړوندو کمېټو او هېوادوالو غوښتي چې نن مازدیګر له لمانځه وروسته د ۱۴۴۷هـ ق کال د روژې میاشتې د لیدلو لپاره هڅه وکړي.
سترې محکمې نن سهشنبه د دلوې ۲۸ / فبروري ۱۷ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې که د چا له خوا میاشت ولیدل شي، د شاهدي ورکولو لپاره دې د خپلې سیمې محکمې او د رویت هلال کمېټې ته حاضر شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «د میاشتې د لیدلو مرکزي هیئت د خبرتیا په اساس له ټولو هېوادوالو هیله شوې چې په خپله سیمه کې د میاشتې د لیدلو اهتمام وکړي، ځکه چې د هېوادوالو له لوري د میاشتې د لیدلو اهتمام یو شرعي اصل دی، نو په دې اساس که کوم هېوادوال هم میاشت ولیدله او د خپلې سیمې محکمې او د رؤیت هلال هیئت ته د شاهدۍ ادا کولو لپاره حاضر شو، نو اړوند محکمه به د دوی شاهدي د شرعي اصولو موافق اوري، د شاهدانو تزکیه به کوي تر هغه وروسته به ټول معلومات د میاشتې د لیدلو مرکزي هیئت سره په پورته ذکر شوې شمېره شریکوي.»
سرچینه زیاتوي چې د روژې وروستی اعلان به د رویت هلال مرکزي کمېټې له خوا کېږي.