Asset 1SWN

عبدالباقي حقاني: یوه کال کې مو له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستې

عبدالباقی-حقانی،-سرپرست-اداره_ی-ملی-امتحانات-qter7hn0y192r0cptx7hazca0pm2dhz9ct0y4q6q2w

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن (د وږي لسمه، شنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د شریکولو په خبري ناسته کې وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو څخه ازموینه اخیستې او ۸۷زره او ۱۰۳ بریالي شوي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «په تېر یوه کال کې د تخنیکي او اداري پروسو د معیاري کېدو په موخه د کانکور ازموینو بشپړ سېسټم جوړ شوی، د افغانستان د ازموینو قانون مسوده او سټراټېژیک پلان برابر شوي، ۱۰ طرزالعملونه او دوه لایحې هم نافذ شوي دي.»

د هغه په خبره، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه یې هم اخیستې چې ۹۷زره او ۹۱۷ کسانو ته یې د ګډون کارت چاپ کړی، په پښتو، دري، انګلیسي او عربي ژبو یې د ازموینې پوښتنپاڼې برابرې کړي او له ۱۶۰ دقیقو څخه څلورو ساعتونو ته د کانکور ازموینې په اوږدېدو سره یې زده‌کوونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

حقاني وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۴۰زره ښوونکو د ازموینو اخیستو په موخه یې له پوهنې وزارت سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. نوموړی ټینګار کوي چې په لومړي ځل یې په کندهار، هرات، بلخ، بامیان، کندوز، پکتیا و ننګرهار ولایتونو کې د دغې ادارې څانګې جوړې کړې دي.

په همدې حال کې د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رییس عرفان‌الله عباد وايي، په تېر یوه کال کې یې د بېلابېلو ادارو ۵۸ ټولیزې ازموینې اخیستي او پایلې هم اعلان کړې دي.

عباد زیاتوي: «په تېر یوه کال کې د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور، متفرقه، اختصاصي او دیني علومو، د ماسټرۍ پروګرام، د علمي سویې د تثبیت، مالیې وزارت، طبي شورا، د عامې روغتیا وزارت، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت، نظامي اکاډمیو او د نورو ادارو لپاره د کسانو د جذب په موخه د نوملیکنې شاوخوا ۲۰۰زره فورمونه وېشل شوي او له بېرته را ټولېدو وروسته یې د دې ادارې په سېسټم کې رسولي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې مسوولان وايي، د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینو اخیستو لپاره چمتووالی، د افغانستان د ازموینو قانون د مسودې وروستي کول، د ادارو د عمومي ازموینو اخیستل، د سېسټمونو پراختیا، په ولایتونو کې د دې ادارې د څانګو تجهیزول او د تخنیکي او اداري سېسټمونو معیاري او ساده کول په روان کال کې د دې ادارې لومړیتوبونه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام