Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې ځانمرګی برید؛ دوه چینايي وګړي وژل شوي

2024-10-06T214452Z_2134506213_RC2C57AH8835_RTRMADP_3_PAKISTAN-BLAST-1728266873

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه ځانمرګي برید له امله دوه چینايي وګړي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

ځانمرګی برید پرون یکشنبه شپه، اکتوبر شپږمه د کراچۍ ښار نړیوال هوايي ډګر ته نږدې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ټپیانو کې یو چینایی وګړی او امنیتي کسان شامل دي.

پاکستان کې د چین سفارت‌ دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې ځانمرګي برید کې د یوه شرکت کارکوونکي په نښه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د برید مسوولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی او په وینا یې، ځانمرګي برید کې چینایي انجینیران او پانګه‌وال په نښه شوې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دغه هېواد کې د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره یې، د اړینو ګامونو د اخیستلو خبره کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه‌دی چې دغه هېواد کې پر چینايي وګړو ځانمرګی برید کېږي، له دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې چینايي وګړي په نښه شوي او درنه مرګ‌ژوبله هم وراوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام