میدانوردګ کې د ملي دفاع وزارت د پنځمې لوا مسوولان وایي چې د کابل-بامیانو پر لویه لاره د لومړۍ بهسودو ولسوالي د «جاجيګک کوتل» په سیمه کې د سختو واورو د ورښت او توپان له امله بندپاتې لسګونه مساغر ژغورل شوي دي.
د یادې ادارې له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد مسافر له تېرې شپې راهیسې په یاده سیمه کې بندپاتې وو چې د پنځمې پلې لېوا د منسوبینو د پر وخت مرستې په پایله کې خوندي ځایونو ته ولېږدول شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې هېڅ ډول مسافرو ته د سر زیان ندی اوښتی.
هېره دې نه وي د تېرې ورځې راهیسې د میدانوردګ په مرکز میدانښار او یوشمېر ولسوالیو کې د واورې اورښت دوام لري، خو ټولې لوې لارې د مسافرو د تګراتګ پرمخ پرانېستې دي.