Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د مڼوبڼوال: د مڼو پلور لپاره بازار او سړې‌خونې نه‌لرو

Agricultural products of Afghanistan

د میدان‌‌وردګ د مڼو یوشمېر بڼوالو سلام‌وطندار ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د مڼو بڼوالۍ ته یې مخه کړې او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي چارې سمبالوي.

دوي وایي، د پخوا په پرتله د مڼو تولیدات ښه شوي او د دغه ولایت د مڼو بڼوال د مڼو د کرکیلې، د تولیداتو، د مڼو د راشکولو او زیرمه کولو په اړه بشپړ پوهاوی لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د میدان‌وردګ د مڼو بڼوال خپلو میوو ته مناسب بازار او د مڼو د زېرمه کولو لپاره معیاري سړې خونې نه‌لري.

د میدان‌وردګ د مڼو بڼوال لطف‌الله وویل: «نسبتا د تېر کال په پرتله سږ کال په میدان وردګ کې د مڼو حاصلات د پام وړ لوړ شوي دي، خو بیا هم زمونږ په حاصلاتو وچکالۍ او د بازار نشتون پوره اغیزې کړي دي.»

وحیدالله هم وویل: «میدان‌وردګ کې د مڼو بازار خورا راښکته شوی ده یو خروار مڼې په ۴ زره افغانۍ پلورل کیږي چې حتی د بڼوال لګښت هم نشي پوره کولای.«

د جلرېز ولسوالي یوه بل بڼوال اخترمحمد سلام‌وطندار ته وویل، ا.ا ته په‌کار ده چې د دغه ولایت په لاس راغلیو مېوو ته په کور دننه او بهر بازارموندنه وکړي.

هغه وویل، اوس مهال په میدان‌وردګ کې یومن مڼې ۵۰ افغانۍ پلورل کیږي چې د بڼوال د بڼ لګښت هم نشي پوره کولای.

هغه وویل: «زمونږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه داده چې د مڼو د پالنې او حاصلاتو برخه کې مرسته وکړي، مڼو لپاره مناسبه بازارموندنه وکړي، د بڼوالۍ لپاره اوبه برابرې کړي او همدارنګه د مڼو د ساتنې لپاره وړې او لوې سړې خونې جوړې کړي.»

میدان‌وردګ کې د بڼوالۍ متخصص احسان الله سلام‌وطندار وویل، تر ډېره دغه ولایت کې د مڼو بڼوالۍ وده کړې، خو د مڼو حاصلاتو لپاره په کور دننه دبازار برخه کې ستونزې موجودې دي.

نوموړي وویل: وویل، د میدان وردګ ولایت د مڼو بڼوالو ته د مڼو د زیرمه کولو، ساتنې او پالنې په اړه لازم پوهاوی شوی ده او اړتیا ده چې که چیرې د میدان وردګ ولایت مڼې ښه بازار ونه لري باید زیرمه شئ.

هغه زیاته کړه: «د میدان‌وردګ کرنې او مالدارۍ ریاست په دې اړه ډیره هڅه کړې ده چې ددغه ولایت میوې په ځانګړې توګه مڼط بهرنیو هیوادونو ته صادر شي، سږ کال د مڼو حاصلات د پام وړ لوړ شوي دی او دا د بنوالو لپار لویه لاسته راوړنه ده.»

بل‌خوا د میدان‌وردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عیدمحمد ظاهري سلام‌وطندار راډيو ته وویل، د پخوا په پرتله دغلته د مڼو حاصلات سږ کال ۳۰ سلنه لوړ شوي دي او اټکل شوی چې سږ کال به د میدان وردګ ولایت له باغونو څخه ۱۵۰ زره مټریکه ټنه مڼې ترلاسه شي.

ظاهري زیاته کړه چې د بڼوال د مڼو زیرمه کولو او بازار موندنې برخه کې لازم پوهاوی لري او دغه ولایت کې د مڼو د زېرمه کولو لپاره درې سترې سړې خونې هم جوړې شوي چې تر۲۵۰۰ ټنه د مڼو ساتنې ظرفیت لري.

نوموړي وویل: «په میدان‌وردګ کې اټکل شوی ده چې سږ کال د مڼو حاصلات ۳۰ سلنه لوړ شوي دی او لامل یې هم له بڼوالو سره وخت په وخت د کرنې ریاست کارکوونکو له لوري ګټورې مشورې شریکې شوې دې او سږ کال په دغه ولایت کې مناسب اورښتونه وشول، مونږ یوه لویه ستونزه چې لرو هغه هم د مارکېټ برخه ده چې له بده مرغه بڼوالو لپاره د قناعت وړ بازار شتون نه لري»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

میدان‌وردګ پلازمېنې کابل ته څيرمه کرنیز ولایت دی چې ډيری اوسیدونکي یې په کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

ش

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام