Asset 1SWN

سریلانکا نن له هند سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

385661

د سریلانکا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن یکشنبه، اګسټ څلورمه دواړه لوبډلې د یادې لوبلړۍ دویمه سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د درېوو یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ، لومړۍ لوبه په مساوي توګه پای ته رسېدلې. په هغه لوبه کې سریلانکا لوبډلې هند ته د ۲۳۱ منډو هدف ورکړی و چې هند یوازې ۲۳۰ منډې جوړې کړې.

هند له دې وړاندې په وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې څلور ځلې سریلانکا ته ماته ورکړې او یوازې لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ په مساوي توګه پای ته رسېدلې.

سریلانکا لوبدله د دې چانس لري چې له هند د یو ورځنیو سیالیو روانه لوبلړۍ وګټي او یا یې، هم مساوي کړي.

سریلانکا له دې وړاندې د شل اووره سیالیو په لوبلړۍ کې له هند ماتې خوړلې او درې واړه لوبې یې، هند ته بایللې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام