Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د «پسرلي جام» د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې

62ca750e-9201-4ecc-8ab3-44645d0b4c5a

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د سل غوره لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د «پسرلي جام» د سوک‌وهنې دغه سیالي په درېوو پړاونو، کم عمره ځوانان، نوي ځوانان او ځوانانو ترمنځ د تیرې یوې میاشتې په موده کې شوې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د یادو سیالیو لومړی مقام، د محمدصابر عباسي ورزشي کلپ او دوبم  مقام اول خان ورزشي کلپ ترلاسه کړ.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نعیم‌زي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېددو څخه موخه د لوګر په کچه سوک‌وهنې وزرش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

د جوړو شویو سیالیو په پای کې په یوشمېر غوره لوبغاړو ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام