Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل-لوګر پر لویه لاره د موټرو د ګړندي تګ کنټرول پیل شو

یبیبیببب

د لوګر امنیه قومنداني د ټرافیکو مدیریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او محمداغې ولسوالي سیمو کې د کابل-لوګر عمومي لارې په اړوند سیمه کې د لوړ سرعت موټرو کنټرول پيل شو.

د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت مطبوعاتي مسوول ګل محمدهمت سلام‌وطندار ته وویل، په دې ورستیو کې د کابل-لوګر پر لویه لاره ټرافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې وې او لامل هم د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، د ټرافیکي پېښو د کنټرول لپاره تازه پرېکړه شوې چې سر له نن «سه‌شنبه، لړم لومړۍ» څخه به د کابل-لوګر او د لوګر له مرکز پل‌علم څخه ټولو ولسوالیو ته د موټرو د تګ راتګ پر مهال د موټرو سرعت کنټرولیږي.

همت زیاته کړه، هغه موټر چلوونکي چې له ټاکلي سرعت څخه ګړندی تګ وکړي، موټر چلوونکي قانوني عمر او لېسنس ونه لري قانون ته سپارل کیږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې لوګر ولایت کې په دې ورستیو کې د کابل-لوګر او ددغه ولایت د ولسوالیو په لویو لارو ټرافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې وې او لامل یې هم د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام