تورخم کې امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د چنګاښ ۱۶مه د دغه بندر له لارې پاکستان ته د کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه یې نیولې ده.
د تورخم استخباراتو مدير محمداقبال تکل وايي چې ۳۵ ټُنه کرومايټ ډبره چې په یوه ټېلر موټر کې پاکستان ته په جعلي اسنادو لېږدول کېدل، نیول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې د یادو ډبرو د اسنادو تر څېړنې وروسته معلومه شوه چې اسناد جعلي دي او د استخباراتو مدیریت منسوبینو یې پاکستان ته د لېږدېدو مخه ونیوله.
د تکل په وینا، په دې اړه د ټېلر موټر چلوونکی هم نیولی دی. دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د تورخم له لارې پاکستان ته د توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.