Asset 1SWN

اسلامي امارت: له امریکا پاتو وسلو ته هېڅوک لاسرسی نه‌لري

route-fifty-lead-image

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلو او پوځي تجهیزاتو ته د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» د غړیو لاسرسي په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا بې‌بنسټه وبلله.

نوموړي د یادې ادعا په غبرګون کې سلام‌وطندار ته وايي، افغانستان کې ټولې پوځي وسلې خوندي دي او چا ته یې، د ناسمې کارونې اجازه نه‌ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «ټولې وسلې او پوځي تجهیزات په سمه توګه ځای پر ځای شوي او په ښه توګه ترې ساتنه کېږي. چا ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې ترې ناسمه استفاده وکړي او په اړه یې، ټولې ادعاوې بې‌بنسټه دي او په کلکه یې، ردوو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان پرون په یوه بیان کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، دغه هېواد کې د پرمختللو امریکايي وسلو پاتې کېدل، د پاکستان او د دغه هېواد د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره د جدي اندېښنې لامل شوي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، وسله‌والو ډلو په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایي وسلې کارولې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي چې هېواد یې په ځلونو له اسلامي امارته غوښتي چې اجازه ورنکړي چې دغه تجهیزات د نورو ډلو لاس ته ورشي.

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته پاکستان په وار وار د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

چین بیا د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کړې؛ خو دغو هڅو تر اوسه کومه پایله نه‌ده ورکړې.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، اسلامي امارت باید دغه اندېښنه له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه یوسف‌ امین ځاځي وویل: «هېڅ سند نشته چې وښيي افغانستان کې ترهګر موجود دي او پناه ځای لري، نو دا د خپل هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه بولو او پاکستان دې د خپل امنیت او ثبات غم وکړي. وسله او  تجهیزات د افغانانو ملکیت دی او دا پاکستان دا اندېښنه بې‌ځایه ده او ا.ا باید دا موضوع له ډيپلوماټیکو لارو حل کړي.»

له دې وړاندې د اسلامي امارت مشر په یوه اته ماده‌ییز فرمان کې د وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو د وېشلو واک د خپل دفتر له مسوولیتونو څخه بللی و، او دغه فرمان د پوځي تجهیزاتو د ساتنې او د وسلو د غیر ضروري استعمال د مخنیوي په خاطر صادر شوی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسلامي امارت غوښتي وو چې د امريکايي ځواکونو پاتې شوې وسلې او تجهيزات بېرته امريکا ته ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام