Asset 1SWN

شپږیزه لیګ؛ بندامیر او سپین‌غر خپل سیالان مات کړل

456422991_1091394699653680_4371911188698946259_n

د شپږیزې کرېکټ لیګ روان نهم پړاو سیالیو په لړ کې نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه دوه لوبې وشوې چې لومړۍ لوبه کې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې مېس‌عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دویمه لوبه کې بیا بندامیر ښاماران لوبډلې د ۱۲ منډو په توپیر بُست ساتونکي لوبډله له مخې پورته کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په لومړۍ لوبه کې مېس‌عینک لوبډلې سپین‌غر پړانګانو ته د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۶ منډو هدف ورکړی و چې پړانګانو د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

د مېس‌عینک اتلانو لپاره افسر ځاځي تر ټولو ډېرې ۵۴ منډې وکړې او د سپین‌غر لپاره بیا عصمت‌ عالم په توپ‌وهنه کې درې وېکټې ترلاسه کړې.

دویمه لوبه چې نن له غرمې وروسته وشوه، بندامیر لوبډلې په‌کې بُست ساتونکې لوبډلې ته ماته ورکړه. په دغه لوبه کې بندامیر لومړی توپ‌وهنه وکړه او د حشمت‌لله شهیدي د ۷۱ منډو پر مټ یې، بُست ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

بُست ساتونکي لوبډلې که څه هم د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو په ترلاسه کولو کې یې، پاتې راغی او د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې، ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بندامیر لپاره نوین‌الحق او الله محمد غضنفر بیا درې درې وېکټې ترلاسه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام