د بدخشان د فیضاباد ښار او بهارک ولسوالي پر لویه لاره د ابافشک او سمدره سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه جمعه، لړم ۲۵مه مازدیګر مهال رامنځته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان امنیه قومنداني ویاند احسانالله کامګار وايي چې د پېېښې قربانیانو کې دوه ماشومان، درې مېرمنې او یو نارینه شامل دي.
د نوموړي په وینا، قربانیان د کابل اصلي اوسېدونکي دي او د بدخشان مرکز اړوند پنځمې حوزه کې اوسېدل.
هغه زیاته کړه چې دغه موټر سیند ته لوېدلی او جسدونه له اوبو راوېستل شوي دي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ورته ټرافیکي پېښو له امله خلکو ته مرګژوبله اوښتې چې مسوولان یې، لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی بولي.