Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د جګړې له پیله تراوسه ۱۵ خبریالان وژل شوي

5Q8B9035-copy-1697467919

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي چې غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو او نښتو له امله تر دې مهاله ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه د اکتوبر ۱۷مه د یادې کمېتې له قوله راپور ورکړی چې د روانې اکتوبر میاشتې له اوومې تر دې مهاله غزه کې د نښتو له کبله ۱۵ خبریالان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې راغلي چې د اکتوبر په لسمه د یادو خبریالانو له ډلې یې درې هغه مهال ووژل شول چې دې خبریالانو ته نږدې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په یوه هوايي برید کې یوه ودانۍ په نښه شوه.

دغه خبریالان یادې سیمې ته د یوې بلې ویجاړې شوې ودانۍ د ویډیو اخیستلو لپاره تللي وو. په راپور کې د نورو خبریالانو د وژنې او دا چې چېرته او کله وژل شوي، څه نه‌دي راغلي.

 غزه کې یوه ازاد خبریال رکان عبدالرحمن الجزیري ته ویلي: «موږ نشو کولای د قتل عام ځای یا هغه ځایونه تر پوښښ لاندې راولو چې بمباري شوي او کېږي. ځکه وېره شته چې بل اسراییلي برید به ورته سیمه په نښه کړي. «هره ثانیه تاسو په خطر کې یاست. زموږ همکارانو د خپل ژوند قیمت ادا کړی لکه سعید الطویل، محمدسبحان او هشام النواجه.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې (CPJ) د معلوماتو له مخې، غزه کې د بریدونو او نښتو له کبله د رسنیزو فعالیتونو له امله د خبریالانو ژوند په ګواښ کې دی.

په ورته مهال غزه کې د نښتو او اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د برښنا او انټرنټ ستنې ویجاړې شوي او خبریالان د خبري پوښښ برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ځینو خبریالانو الجزیرې ته ویلي چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو او خبرونو خپرولو لپاره غزه کې له یوه روغتون خپل فعالیتونه مخته وړي. د دوی په وینا، روغتونونو کې تر یوه بریده د جنراټور پر مټ برښنا شتون لري چې دوی هم ترې استفاده کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام